د بينډۍ يا باميا واده کړي کس لپاره مهمه ګټه ښکاره شوه
د سړيو د بدن جوړښت تر ښځو ډېر زیات توپیر لري او دواړو نر او ښځې ته عذايي مواد خورا ډېره ګټه رسوي، خو ځينې مېوې او سبزیانې بیا داسې هم دي، چې یوازې سړيو ته ګټه لري او یا هم یوازې سړیو ته زیان رسوي، خو پر ښځو بیا بده اغېزه نه کوي.
د سړيو د بدن جوړښت داسې دی چې تل احتیاط غواړي، ځکه که چېرته سړي داسې غذايي مواد وخوري، چې هغه د ده د بدن د جوړښت لپاره مناسب نه دي، نو کېدای شي د هغوی بچیان هم کمزوري پیدا شي او د روغتیا له اړخه به روغ ونه اوسي. ځيني غذايي مواد د سړیو لپاره خورا ګټه لري، چې د ډاکټرانو له خوا تل سړیو ته یې د خوراک سپارښتنه کېږي.
بامیا هم له هغو سبزیانو څخه ده، چې سړیو ته ډېره زیاته ګټه لري او سړي یې باید د خپل غذايي رژیم برخه وګرځوي. د بامیا خاصیت سوړ دی، یعنې ګرم طبیعت نه لري، انسان ته هیڅ ډول حساسیتي ناروغۍ نه پیدا کوي او پر دې ګټو سربېره د انسان په بدن کې د پروستات غدې هم پیاوړې کوي.
بامیا د سړیو مني زیاتوي او پیاوړې کوي، خو هغه سړي چې د ډاکټرانو له خوا ورته د مني د پیاوړي کولو لپاره د درملو د خوړلو سپارښتنه شوې وي، نو هغوی دې د بامیا له خوړلو څخه ډډه وکړي. لاندې د بامیا د خاصیتونو په اړه لولئ: ۱:- د بامیا خاصیت سوړ او لوند دی یعنې بامیا د نخودو او کورخو په څېر ګرمې نه دي.
:- بامیا چې سمه پخه وي، نو نرمه وي او چې کله یې پخوئ نو ورته پام کړئ، چې نرمه اوسي، ځکه کلکې هغه یې ډېری وخت خامې وي. ۳:- هغه کسان چې سوزک لري او د تشو ادرارو پر وخت د درد احساس کوي، نو هغوی دې د بامیا اوبه وڅښي. ۴:- د سینې د خونرېزۍ مخه نیسي. ۵:- جوش کړې بامیا د مثانې تيږې له منځه وړي.
۶:- خو د بامیا بیا یو خاصیت دا هم دی، چې د انسان په بدن کې خولې زیاتوي، ځکه چې بامیا لوند خاصیت لري او یاد لوندوالی یې د انسان په بدن باندې هم اغېزه کوي. خاص د الله ج د رضا په خاطر یې شیر کړئ