حامله ښځې بايد لاندې خواړه و نه خوري:
⬅️ خامي شيدې (هغه شيدې چې مخکې جوش شوې نه وي) او هغه پنير چې له خامو شيدو جوړ شوي وي: په خامو شېدو کې کېدی شي د لېسټيريا بکتريا وي او هغه کېدی شي د حمل د له منځه وړلو باعث شي. د مخکې جوش شوو او يا پخو شيدو څښل هېڅ زيان نلري بلکه ګټه لري.
⬅️ هغه غوښه چې سمه پخه شوې نه وي او يا خامه وي: کېدی شي خامه غوښه د ټوکسو پلازموسس باعث شي او هغه بيا د حمل د له منځه وړلو باعث ګرزي. د ښه پخه شوې غوښي خوړل هېڅ زيان نلري.
⬅️ ينه (ځګر): په ينه کې ډيره زياته وېټامين اي (A) وجود لري کېدی شي د مور په ګېډه ماشوم ته زيان و رسوي.
⬅️ خامه او يا نېمه خامه هګۍ: د سالمونېلا په بکتريا د اخته کېدو خطر لري. د ښه پخه شوي هګۍ خوړل هېڅ زيان نلري.
⬅️ په ورځ کې بايد له ۲۰۰ ميلي ګرامه څخه زيات کافيين استعمال نشي (تقريباً پنځه پيالې چاي او يا دوه ګېلاسه کافي).
Subscribe to Updates
Get the latest creative news from FooBar about art, design and business.
Related Posts
Add A Comment