د ښځې او خاوند ژوند له ډېرې مینې ډک وي، دواړو ته پکار ده چې د یو بل د خوشحالۍ او درناوي قدر وکړي، خو د نارینه و هغه پنځه کارونه چې د ښځو ډېر خوښېږي او مینه یې ورسره زیاتېږي، زیاتره نارینه یې په اړه نه پوهېږي. که مو واده کړی وي، نو دا پنځه کارونه حتماً کوئ، تر څو ژوند مو لا ډېر له مینې ډک شي.
۱-: د ښځې لاس په خپلو لاسونو کې نیول، دې سره ښځه ډېر اطمینان او راحت ترلاسه کوي او داسې احساس کوي، چې هغه په خوندي لاسونو کې ده.
۲-: د ښځې په مخ او تندي باندې راخواره شوي ویښتان په مینه لیرې کول، داسې ښځه احساس کوي چې خاوند یې د هغې هر څه ته پوره پام لري او مینه یې زیاتېږي.
۳-: د ښځې اوښکې به خپلو لاسونو پاکول، په داسې کولو سره د ښځې احساس لوړېږي او داسې فکر کوي چې هغه له یو ډېر نږدې او داسې انسان سره ژوند کوي، چې د هغې هر څه خپل ګڼي.
۴-: ښځې ته دا ویل چې زه له تا سره ډېره مینه لرم، که په دغه وخت کې ښځه ډېره غصه هم وي، خو که خاوند ورته د مینې اظهار وکړي، نو د ښځې غصه کمېږي او د مینې احساس یې راپورته کېږي، چې ښايي بېرته په ځواب کې هم د مینې اظهار درته وکړي.
۵-: د ښځې تندی مچو کوئ او ورته وایئ چې د الله تعالی له خوا د هغې لپاره ستر نعمت دی، چې هغه ته یې د دغه شان ښځې ډالۍ ورکړې ده. دا هغه احساس دی چې هره ښځه یې د خپل خاوند څخه هیله کوي.
Subscribe to Updates
Get the latest creative news from FooBar about art, design and business.
Related Posts
Add A Comment