د ګډ ژوند د چارو په هکله د معلوماتو او کافي تجربې نشتون ډېر کله ددې سبب کېږي چې ترټولو خوندور شی هم خپل خوند له لاسه ورکړي او ټول کوروالی د يوې دقيقې تکرار عمل څخه پرته بل څه نشي.
ترټولو لوی څيز چې د ښځې څخه د نارينه د خوند اخيستلو مخنیوی کوي هغه موټی وهل دي، د موټي په مهال نارينه يوه خيالي جنسي اړیکه ټینګوي چې کله بيا د کوروالي خبره شي د خپلې ښځې سره يو ځای کېږي نو ددوی ذهن په اصل کې هغه خيالي اړیکه غواړي حال دا چې مېرمن یې د هغه ډول اړیکې څخه هېڅ خبر نه لري.
دوهم لوی سبب ددې چې خاوند د ښځې څخه خوند وانخلي دادی چې ډېری نارينه په کوروالي کې هڅه کوي چې خپلې ښځې ته خوند ورکړي، يو ډول دا مسؤلیت احساسوي چې ښځې ته بايد دوی خوند ورکړي په دې جريان کې هرڅه ددې لپاره او په دې شکل کوي چې ښځه ډېر خوند اخلي په داسې حال کې د نارينه خپل ځان هېر وي.
ځينې ناروغۍ هم ددې سبب کېږي چې نارينه له کوروالي څخه اړین خوند او لذت ترلاسه نه کړي، د وينې د غوړو زیاتېدل د شکر ناروغي ځينې عصبي ناروغۍ، د سترېس ضد درمل کارول د وينې د فشار درمل کارول هم ددې سبب کېږي چې نارينه د کوروالي څخه پوره خوند وانخلي.
په ژوند کې رواني فشارونه، اقتصادي مشکلات، شاوخوا کې جنجال، د عمر زیاتېدل هم د هغو څيزونو په ليست کې راځي کوم چې د کوروالي خوند او لذت کموي.